په تعلیمي چارو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
tveta

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په خپل کاري دفتر کې، د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو په چارو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له رئیس، مولوي الله نور احسان سره لیدنه او خبرې اترې  وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو لورو په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د «مشرتابه» د فرمانونو او احکامو د پلي کولو په څرنګوالي بحث وکړ.

ښاغلي مولوي احسان په دغه لیدنه کې، په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د فرمانونو او احکامو له پلي کولو څخه ستاینه وکړه، ویې ویل چې د «مشرتابه» ټول احکام د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې پلي او عملي شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له مسؤلینو سره په دغه لیدنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS