د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

دا درسي پروګرام د اړوندې څانګې استاد له لوري د لغمان ولایت برېښنا ریاست په برج کې زده‌کوونکو ته وړاندې شو.

د دې پروګرام ګډونوال وایي چې عملي زده‌کړې د دوی ښه زده‌کړې لپاره ډېرې ګټورې دي او باید په دې برخه کې لا زیات پام وشي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د ګډو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

BACK TO NEWS