د جوزجان د تخنیکي انستیتوت د فارغانو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۱:۵۰
د فارغانو  فراغت

 د جوزجان ولایت د تخنيکي انستيتوت ۳۶ تنو فارغانو خپل فراغت په پار نمانځ غونډه نیولې وه.

دوی د موټرو تخنیک، نفت او ګازو، برښنا او ساختماني انجینرۍ څانګو څخه فارغ شول.

د دغه زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو، دیني عالمانو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وو.

د جوزجان والي وویل، ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي زياته کړه، ځوانان بايد د بل هر وخت په پرتله د ديني او عصري پوهې د ترلاسه کولو لپاره زياتې هڅې وکړي، چې هېواد لوستو ځوانانو ته اړتيا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یو ښوونیز مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برق څانګې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي فعالیتونو په ورکشاپ کې د ودانیو د لین غځونې په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۷
Background image

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د محصلینو د عملي زده کړو څرنګوالی

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي روزنو د زده کړو دوام

د کاپیسا ولایت مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې یولسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکات کې د ځنګلونو په اړه په عملي بڼه. . .

BACK TO NEWS