په کندهار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له روزنیز کورس څخه ۱۶۱ تنه مجاهدین فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۹:۳
فراغت 161 مجاهد

په کندهار کې د اسلامي امارت ۱۶۱ تنه مجاهدین د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري له درې میاشتني روزنیز کورس څخه فارغ شول.

دغه مجاهدينو د دريو مياشتو په موده کې د کندهار په تخنيکي انسټیټوټ کې اداري، مديريت، کمپيوټر او انګليسي ژبې مهارتونه په نظري او عملي ډول زده کړل.

 تردې وړاندې هم د کندهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د اسلامي امارت مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره دری روزنیز کورسونه په لاره اچول شوي وو.

 تر اوسه له دغه روزنیزو کورسونو څخه یو زر ۱۱  تنه فارغ شوي دي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه لارښوونو پربنسټ د دغه ادارې آمریتونه د هیواد په اکثرو ولایتونو کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته روزنیز کورسونه په لاره اچولې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS