د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد د ۱۹ ولایتونو د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو په ګډون د ادارې او محاسبې په انسټیټیوټ «نیما» کې ترسره شول.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول، د معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو د کیفیت ښه‌والی او د استادانو د تخصصي مهارتونو پراختیا بلل شوې ده.

ټاکل شوې ده چې دغه پروګرام به د ۲۰ ورځو لپاره دوام وکړي او په ترڅ کې به یې متخصص ماسټر ټرېنران استادانو ته د تدریس نوې لارې چارې او اغېزمنې ښوونیزې طریقې وروښيي.

د مراسمو په پیل کې د تعلیمي نصاب رئیس او د تخنیکي چارو د مرستیال استازي، ډاکټر محمد عارف عطایي، د ځانګړو زده‌کړو په برخه کې د ناروې کمېټې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دې ډول پروګرامونو جوړول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ له لوري په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو زده‌کړو ته د ځانګړې پاملرنې او ملاتړ څرګندونه کوي.

ډاکټر عطایي له ګډونوالو وغوښتل چې له برابر شوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته خپلې زده‌کړې د ځانګړو زده‌کړو له نورو استادانو سره شریکې کړي، ترڅو په ټول هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو کیفیت لا ښه شي.

د غونډې په دوام کې د ناروې کمېټې د اړیکو او عامه پوهاوي د برخې مشرې، ډاکټر فرانچسکا، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او دې بنسټ ترمنځ د نږدې همغږۍ او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې دوی هڅه کوي د دې ادارې په همکارۍ معلولیت لرونکو کسانو ته د مسلکي او ځانګړو زده‌کړو له لارې په ټولنه کې د فعال حضور زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه چې د ځانګړو زده‌کړو استادان د معلولیت لرونکو کسانو د استعدادونو او وړتیاوو په غوړېدو کې اساسي رول لري او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دې روزنیز پروګرام له محتوا څخه د خپلو اړوندو مرکزونو د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.

د مراسمو په بله برخه کې مفتي نوراحمد فایق وویل چې د اسلام سپېڅلی دین معلولیت لرونکو کسانو ته ځانګړی مقام او ارزښت ورکړی او د هغوی ملاتړ یې د ټولنې د هر وګړي اسلامي او انساني مسئولیت وباله.

هغه د ځانګړو زده‌کړو د استادانو رول د معلولیت لرونکو کسانو په علمي، فکري او مهارتي ودې کې ډېر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې صبر، زغم او زړه‌سواندي د دې برخې د استادانو له مهمو ځانګړتیاوو څخه دي.

یو شمېر ګډونوالو استادانو هم دغه پروګرام ارزښتناک وباله او ویې ویل چې د تدریس له نوېو طریقو سره بلدتیا، د بېلابېلو ولایتونو د استادانو ترمنځ د تجربو تبادله او له تخصصي زده‌کړو څخه ګټه اخیستل به د معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو د کیفیت په ښه‌والي کې مهم رول ولري.

هغوی ټینګار وکړ چې د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته به خپلې زده‌کړې په خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې عملي کړي او له نورو همکارانو سره به یې هم شریکې کړي، ترڅو په هېواد کې د ځانګړو زده‌کړو کیفیت لا پسې لوړ شي.

دغه پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د ناروې کمېټې د ګډو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د استادانو د ظرفیت لوړول، د ښوونیزو خدمتونو کیفیت ښه کول او په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو غوره فرصتونه برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ناروې کمېټې په ملاتړ، په کابل کې د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د څه باندې سلو ادارو په ګډون نړیوال کنفرانس ترسره شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS