د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د اداري اصلاحاتو ادارې ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۹
اصلاحات اداری

د اداري پروسو د ساده کولو په اړه یو تطبیقي هوکړه لیک د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې په ګډون د دولتي ادارو ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي عبدالحنان عارف الله وویل چې د شفافیت د تامین او د فساد د مخنیوي په موخه د اداري پروسو ساده کول د اسلامي امارت له تګلارو څخه ده.

د هغه په وينا، تر اوسه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې په ګډون په دولتي ادارو کې ٣٦٤ پروسې ساده شوې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د پروسو د ساده کولو په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لاسته راوړنې وستايلې.

ښاغلي شهامت وویل چې د ټکنالوژۍ په عصر کې انسان د بدلون په حال کې دی. هغه زیاته کړه چې « الله تعالی هیڅ قوم نه بدلوي تر څو چې دوی خپل ځان په خپله بدل نه کړي ».

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې په تېر حکومت کې د فساد له امله ساده کول او اصلاحات نه ترسره کیدل، خو اوس ټول چارواکي اصلاحاتو ته لېوال دي.

ښاغلي شهامت وويل، چې يوازې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د دغه ادارې  په شپږو رياستونو کې ۱۳۹ پروسې ساده شوي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ، چې د اداري پروسو په ساده کولو سره به د بیت المال په مصرفولو کې به سپما وشي.

هغه زیاته کړه چې د تدارکاتو برخه لا هم اوږده پروسه لري او اړتیا ده چې دا پروسه هم ساده شي.

د مراسمو په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د پروسې د ساده کولو تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS