په کندز کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز کورس په لاره واچول شو
د کندز ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت ۱۰۰ تنه نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته چې اکثره یې د اسلامی امارت مجاهدین دي، د ظرفیت لوړولو روزنیز کورس په لاره واچول شو.
په یاد روزنیز کورس کې د ۴۵ ورځو لپاره د کمپیوټر او دفتر دارۍ مهارتونه په عملي او نظري ډول تدریس کیږي.
همدا راز یې د نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د آمریتونو څخه د اسلامي امارت د نویو ګومارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو لپاره روزنیز کورسونه ترسره کړي دي.
تر اوسه له یادو کورسونو څخه سلګونه تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي او محاهدین فارغ شوي دي.