د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې د خوست تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت، د کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې چې په یاد ولایت کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
په دې نندارتون کې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کوونکو خپل کرنیز محصولات، نوښتونه او ابتکارات په جلا خونو کې نندارې ته وړاندې کړل.
د مسؤلینو په وینا، دغه نندارتون د خوست ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت، یو شمیر اماراتي ادارو او خصوصي شرکتونو په ملاتړ سره د کورنیو تولیدونکو ملاتړ او د کورنیو محصولاتو کارولو ته د خلکو هڅولو په موخه په لاره اچول شوی و.
د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند نندارې ته وړاندې شوي یو شمیر محصولاتو څخه د ګډونوالو لخوا تود هرکلی وشو.
