په لغمان کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۱:۱
لغمان

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د اسلامي امارت د هغو مجاهدینو لپاره چې په دې وروستیو کې په ملکي او نظامي ادارو کې په دندو ګمارل شوي وو، د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

د یاد ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر محمد اکرام الکوزی وايي، چې په دغه روزنيز کورس کې (80) تنو ګډون کړی او دوی به د يوې مياشتې په موده کې د ادارې، مديريت او کمپيوټر مهارتونه زده کړي.

 ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د دولتي مامورینو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه به دوام وکړي.

 تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د اسلامي امارت مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز او د ظرفیت لوړونې کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS