د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تخنیکي ورکشاپونو وضعیت وڅیړل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۲۱
‌balkh

د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدین د یاد ولایت نفتو او ګازو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي صلاح الدین د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ تخنیکي ورکشاپونو څخه کتنه وکړه او د زده کړیالانو عملي کارونو ته یې په جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ آمر لعل محمد توخي د زده کړیالانو عملي کارونو د پرمختګ لپاره د اومو موادو رول مهم وباله او د لا زياتو امکاناتو برابرولو غوښتنه يې وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

د مسلکي، ماهر او کارپوه ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS