د نيټورک څانګې محصلينو د افغان تليکام شرکت څخه ليدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۲:۳۵
Afghan Telecom

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ کثير الرشتوي انستيتوت د نيټورک څانګې محصلينو د ياد انستيتوت آمر ښاغلي مجيب الرحمن جواد په مشرۍ د افغان تليکام شرکت د مختلفو برخو څخه په عملي ډول ليدنه او کتنه وکړه، په ياده ليدنه کې د چک کثير الرشتوي انستيتوت د نيټورک څانګې آمر انجنير عزت الله (نوري) او انجنير محمد ابراهيم (شهيدي) هم حضور درلود، چې محصلينو ته يې د افغان تليکام د بيلابيلو برخو په اړه لارښوونې وکړې.

پاتې د نه وي چې د محصلينو پوښتنو ته د افغان ټليکام ولايتي مسؤل ښاغلي حبيب الله خان او همکار يې انجنير همت ځوابونه ورکړل.

په عملي شکل دمحصلینو روزنه کولای شي چې دبازار غوښتنو ته په ښه شکل ځواب ووایي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS