د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل انرژۍ او اوبو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۴:۴۶
انستیوت انرژی و آب

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي د ​​کابل انرژۍ او اوبو له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي د دغه انسټیټوټ له استادانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

استادانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه څخه  کادری معاشونو او حق الزحمی موضوع ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. د اکاډمیکو چارو مرستيال ژمنه وکړه، چې په خپل واک په ساحه کې به د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.

نوموړي دغه راز له استادانو وغوښتل، چې د زده کړیالانو عملي کارونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي عزيزي د ​​زده کړیالانو ستونزې هم واورېدې د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ امر ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغه انسټیټوټ د ليليې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS