د بلخ نفت او ګازو انسټیټوټ د استاد – شاگردی له څانګې څخه څه باندې ۱۰۰ تنه زده کړیالان فارغ شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۱:۵
استاد شاګردی

 د بلخ ولایت نفت او ګازو انسټیټوټ د استاد – شاگردی د څانګې څه باندې سلو تنو زده کړیالانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر ښاغلی مولوي نورالله صلاح الدين دغو زده کړیالانو ته د فراغت په مراسمو کې مبارکي وويله او له هغوى يې وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

 نوموړي دغه راز د بلخ ولايت پوهنې رياست له همکارۍ مننه وکړه، چې زده کوونکي يې تخنيکي او مسلکي زده کړو ته وهڅول.

په دې غونډه کې د بلخ پوهنې رياست مرستيال او سرپرست ښاغلی مولوي جلات ابو نصرت هم خبرې وکړې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې  زده کوونکو د جلب او جذب په برخه کې يې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS