د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس د کابل له کڼو مسلکي ليسې څخه ليدنه وکړه!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۴:۳۰
لیسه مسلکی ناشنوایان کابل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو مشر مولوي غلام حيدر شهامت او ورسره پلاوي د کابل له کڼو مسلکي لېسې څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د دې لېسې اداري او تدریسي اسانتیاوې وارزولې.

د کڼو مسلکي لېسې امر عبدالمقیم حلیمي، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ ته د دغه لېسې د ستونزو وړاندې کړی.

ښاغلي حليمي د څښاک د اوبو کمښت، د درسي کتابونو کمښت او د خامو موادو کمښت د کاڼو مسلکې لېسې له اړتياوو څخه ياد کړل.

هغه زياته کړه، چې د لېسې يوه برخه ځمکه په تېر حکومت کې د ځايي خلکو او زورواکو له خوا غصب شوې دی.

د کڼو مسلکي لېسې امر لېسې د ودانۍ بیارغونې غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس د يادې لېسې د مسوولينو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه، چې د دې ادارې د وړتیا له مخې به شته ننګونې حل کړي.

د کڼو مسلکې لېسې کې څه باندې ۴۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. د دغه لېسې زده کوونکي تر نهم ټولګي پورې عمومي زده کړې کوي او له لسم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د نقاشۍ او خیاطۍ په برخو کې روزل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS