د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابل د ښځینه ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۷:۳۰
انستیتوت اداره و حسابداری نسوان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حيدر شهامت د کابل د ښځینه ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

نوموړې د دغه لیدنې په ترڅ کې د کابل د ښځینه ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ له اداري څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه انسټیټوټ امکانات او تجهیزات یې وارزول.

د انسټيټوټ امر آغلې خجسته کريمي د اداري کارکوونکو کمښت او د اوبو کمښت ستونزو څخه یاد کړل. هغه د ښځینه ادارې او حسابدارۍ د انسټیټوټ شاوخوا دیوال د بیا رغولو غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس ژمنه وکړه، چې ټولې ستونزې او اړتياوې به د ادارې له وړتیا سره سم حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS