د اکاډمیکو چارو مرستیال د ولایتونو آمرینو سره ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۲:۵۰
tveta95

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال نورمحمد عزیزي د ولایتونو تخنیکی آمرینو سره غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې په سړو سیمو کې د انسټیټونو او ښوونځیو درسونو د پیل او د ولایتي امرینو ستونزو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي عزيزي وويل، چې د پلان له مخې ټاکل شوې ده، چې په سړو سيمو کې درسونه د ١٤٠١ لمريز کال د وري په دریمه نېټه پيل شي. د هغه په ​​وينا، دا مهال د ګرمو سیمو درسونه روان دي.

د اکاډمیکو چارو مرستیال د امرینو د ستونزو په اړه وويل، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د ستونزو د هواري په موخه به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې يو سيمينار جوړ کړي او د ولايتونو د ستونزو د ارزونې لپاره به يو با صلاحيته پلاوى وګومارل شي.

ښاغلي عزیزي په دې وروستیو کې ډاډ ورکړ چې د ژمنې له مخې د افغانستان ا.ا به د پوهنې، تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د هېواد ټولو وګړو ته د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS