د ښوونځیو او انسټیټونو ښوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشر سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۴:۲۵
tveta81

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونځیو او انسټیټونو ښوونکو د دغه ادارې له مشر ښاغلي فضل الرحمن فاضل سره وکتل.

د تخنيکي پوهنتونونو جوړول، په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو د جذب زياتوالى او په دولتي ادارو کې د هغوى ګمارل د ښوونځيو او انسټیټونو د ښوونکو له عمده وړانديزونو څخه وو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونځیو او انسټیټونو ښوونکو په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی لپاره د ظرفیت لوړونې برنامې غوښتنه وکړه.

دوی د ښوونکو د حق الزحمه ستونزې دحل تر څنګ؛ تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ښوونکو د اتحادیې لپاره د دفتر د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د ښوونځیو او انسټیټونو د ښوونکو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS