د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ.

په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معلوماتو د تحلیل او تجزیې او همدارنګه د څېړنې د طریقو په اړه اړین معلومات وړاندې شول او هغوی د کارآفرینۍ پلاټفورم د کارولو، د معلوماتو د تحلیل او تجزیې او څېړنیزو طریقو په برخو کې لازمې زده‌کړې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني پروګرام کې د څېړنې او نوښت ریاست او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ۲۶ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام موخه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او د څېړنې او معلوماتو د تحلیل په برخو کې د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا وه.

ګډونوالو د دې روزنیز پروګرام د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د پروګرام محتویات ورته ګټور وو.

د یادونې وړ ده چې د کارآفرینۍ پلاټفورم د خدمتونو په وړاندې کولو او د کاري فرصتونو په برابرولو سره خلکو ته د فریلانس کار زمینه برابروي او د عاید ترلاسه کولو او خپلواک کار په برخه کې یې ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS