د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معلوماتو د تحلیل او تجزیې او همدارنګه د څېړنې د طریقو په اړه اړین معلومات وړاندې شول او هغوی د کارآفرینۍ پلاټفورم د کارولو، د معلوماتو د تحلیل او تجزیې او څېړنیزو طریقو په برخو کې لازمې زدهکړې ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني پروګرام کې د څېړنې او نوښت ریاست او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ۲۶ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام موخه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او د څېړنې او معلوماتو د تحلیل په برخو کې د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا وه.
ګډونوالو د دې روزنیز پروګرام د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د پروګرام محتویات ورته ګټور وو.
د یادونې وړ ده چې د کارآفرینۍ پلاټفورم د خدمتونو په وړاندې کولو او د کاري فرصتونو په برابرولو سره خلکو ته د فریلانس کار زمینه برابروي او د عاید ترلاسه کولو او خپلواک کار په برخه کې یې ملاتړ کوي.
