د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد شاه‌ولي احمدي، سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د اوچا ادارې مشرې، آغلې امي مارټین، هم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو، په ځانګړې توګه د بامیان ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې د وضعیت او د زده‌کوونکو د اړتیاوو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د ملګرو ملتونو پلاوي د ښوونیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د لیدنې په دوام کې د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د بنسټیزو پروژو د بشپړولو، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا، د برېښنا او ودانیزو څانګو د تجهیز او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

همدارنګه اعلان وشو چې یاد پلاوی به د خپل سفر په دوام کې د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د پنجاب او ورس په ولسوالیو کې د اړوند پروژو او ښوونیزو مرکزونو، څخه هم لیدنه وکړي.

دواړو لورو په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې د همکاریو پر لا پراختیا هم ټینګار او ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS