د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه  ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د رامنځته کېدو د فلسفې په اړه توضیحات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د ادارې د رهبرۍ غړو د چارو د لا ښه والي، د مسؤلیتونو د وېش او د ولایتي مسؤلینو د صلاحیتونو د ټاکنې او تفویض په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

همدارنګه د نن ورځې په غونډه کې مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د شتون فلسفې ته په اشارې سره وویل چې زونونه باید د تعلیمي نصاب، تجهیزاتو او د کار بازار سره د اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دې موضوع اړوند نور موارد هم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ په غونډه کې مطرح شول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS