د۱۴۰۰ مالي کال د بودجی طرحه کولو په استماعیه ناسته کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې رهبري هیأت غړو ګډون

media_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۳۰
tvet1

کابل- ۲۰ تلې -۱۳۹۹

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجی طرحه کولو استماعیه ناسته چې د ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتی  ۲۰ نيټه، د مالیی وزارت مالی معاون ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ په مشرۍ ‎د یاد وزارت په انګړ کی جوړه شوی وه. د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې رهبري هیأت په دغه ناسته کې ګډون کړی وو چې د کرونا وژونکی ناروغي څخه مخکې او وروسته دتخنیکی او مسلکی زده کړو وضعیت او د سولی پروسی باندې د خبرو کولو وروسته تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې په برنامو باندی بحث وشو.

د مالي او ادارې چارو مرستیال محمد ادریس اعظم پرمختیایی برنامې او د اکاډمیکو چارو مرستیال عبدالحمید اکبر د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې پراختیایی برنامې تشریح کړی. چې ددغه برنامو پلې کول يې د کاربازار وضعیت په پرمختګ او د کار په پيدا کولو کې اغیزمن وګڼل.

عبدالحمید اکبر، د بودجه ای اصولو په پام کې نیولو سره، د مالیی وزارت ته ځانګړی وړاندیز وکړ او ددې وزارت لخوا د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې برنامو څخه او د نوموړی ادارې ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د مالیی محترم وزارت د بودجی استماعیه کمیټی غړو،د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی موخو له بررسی او شننی څخه وروسته ددې ادارې برنامې مهمي وګڼلی چې ددې برنامو پلي کول يی د اقتصادي وضعیت ښه والی، د کاربازار او کارموندنه کې ګټوري وارزولی.

 هغوی ژمنه وکړه چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS