د تخنیکي او مسلکي زدهکړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښهوالي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړ لوېدیځ زون و رئیس محترم مولوي ملتان ذاکر د تعلیمي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د عملي مهارتونو اهمیت یې د کار بازار له اساسي اړتیاوو څخه وباله.
وروسته، ګډونوالو په خصوصي توګه د کار بازار اړتیاوو، په بېلابېلو برخو کې د اړینو مهارتونو او د تعلیمي نصاب د بازار له بدلونونو سره د همغږۍ په اړه بحث او نظر تبادله وکړه.
د بحثونو په ادامه کې د تعلیمي نصاب بیاکتنې او نوي کولو، د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د عصري کاري میتودونو سره د زدهکړو برابرولو پر اهمیت ټینګار وشو.
همدارنګه د بازار له ضرورتونو سره سم د ځینو اړینو څانګو نشتون او د نویو څانګو رامنځته کولو اړتیا په اړه هم په دغه ناسته کې خبرې وشوې.
ګډونوالو د تخنیکي زدهکړو او خصوصي سکتور ترمنځ د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د کار بازار د واقعي اړتیاوو پر بنسټ د نصاب بیاکتنه او د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ پیاوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب پر برابرولو ټینګار کړی دی.
