د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود.

د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د کابل والي د ښار د ښاریانو لخوا د نیالګیو کېنولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې نیالګي کېنول د ټولو ښاریانو ګډ مسؤلیت او رسالت دی.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له دې نوښت څخه مننه وکړه او د کابل له خلکو یې وغوښتل چې د نیالګیو کېنولو او پالنې په برخه کې خپل انساني او اسلامي مسؤلیتونه ادا کړي.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس هم وینا وکړه. هغه وویل چې د نیالګیو کېنول او د سالم چاپېریال رامنځته کول د هېواد د ټولو ښاریانو اسلامي مسؤلیت دی.

مولوي احساس زیاته کړه چې د اسلام مبارک دین هم د نیالګیو کېنولو او د سالم ژوند په رامنځته کولو کې د چاپېریال په ساتنې او اهمیت ټینګار کوي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د املاکو او خدماتو ریاست وایي چې د نیالګیو کېنولو د کمپاین په پیل کې به د یادې ادارې په اړوندو ساحو کې نږدې ۵۰۰ نیالګي کېنول شي.

د املاکو او خدماتو رئیس استاد رفیع‌الله حبیبي وویل چې دا پروګرام د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ په ټول هېواد کې دوام لري او تمه ده چې په نوي کال کې به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې زرګونه نیالګي کېنول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نیالګي کېنولي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS