زدهکوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زدهکوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر وایرینګ بېلابېلې برخې او تخنیکي ټکي تشریح کړل او د زدهکوونکو پوښتنو ته یې لازم ځوابونه وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده، او زدهکوونکي وایي چې دا ډول عملي روزنې هغوی د کار بازار ته د داخلېدو او دندې موندلو لپاره لا ښه چمتو کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو مرکزونو ډېری فارغان اوس مهال په بېلابېلو مسلکي برخو کې پر کار بوخت دي او د خپلو عملي زدهکړو پایلې په عملي ډګر کې ویني.
