په اکبر مومند انسټیټیوټ کې د PABX سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۴

اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ د خپلو محصلینو عملي مهارتونو لوړولو په موخه د «PABX» ټلیفوني سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ کړ.

دا پروګرام د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ مسؤل محترم عبدالجبار لخوا وړاندې او تشریح شو. نوموړي د PABX سیستم اړوند موضوعاتو په اړه د یاد تعلیمي مرکز محصلینو ته لازم معلومات وړاندې کړل.

د «PABX» سیستم یوه خصوصي او اتومات ټلیفوني شبکه ده، چې په ادارو، شرکتونو، سازمانونو، تعلیمي مؤسسو او سوداګریزو بنسټونو کې کارول کېږي، څو د کارکوونکو، دفترونو او بېلابېلو څانګو ترمنځ داخلي اړیکې پرته له دې چې له بهرنیو ټلیفوني کرښو څخه کار واخیستل شي، تنظیم او مدیریت کړي.

محصلینو د دې عملي او ګټور پروګرام له جوړېدو خوښي او رضایت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول عملي سمینارونه د دوی د تخصصي مهارتونو پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښتناک او ګټور دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS