د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو نهادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث او نظرونو شریک کړل.

د جنوب‌ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس، استاد احمدخان صابري، د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په خبرو کې وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونه د خصوصي سکتور له اړتیاوو سره سم مسلکي کسان روزي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د فارغانو جذب په برخه کې د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت د صنعت او تجارت رئیس، مولوي حضرت موسی ابومنصور، د هېواد د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رول مهم وباله.

نوموړي همداراز د جنوب‌ختیځ زون له ریاست سره د همکاریو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.

د غزني ولایت د صنعت او تجارت رئیس هیله وښوده، چې په غزني ولایت کې د صنعتي پارکونو په پرانیستلو سره به د ماهرو او مسلکي کسانو لپاره د کارموندنې لا ډېر فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS