د تنګي نوردرې کثیرالرشتوي انسټيټوټ او لوگر ولایت د مخابراتو ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۹:۵۸

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤولین وايي چې ددې آمریت اړوند ټینګی نوردرې کثیرالشتوي انسټيټوټ، د لوگر ولایت د مخابرات او معلوماتي ټکنالوژۍ له ریاست سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی.

د مسؤولینو په وینا، د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو موخه د ګډو همکاریو پراختیا او د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو زمینې برابرول دي.

همدارنګه د زده کوونکو لپاره د پرکتیکو او عملي دورو پلي کول د هغو موادو څخه دي چې په دې هوکړه‌لیک کې پرې تمرکز شوی دی.

همدا راز، ددې هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د لوګر ولایت د مخابراتو رئیس د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د خصوصي او دولتي ادارو سره د هوکړه‌لیکونو په لاسلیک کولو سره د محصلینو او زده کونکو لپاره د پرمختللو زده‌کړو زمینه برابره کړی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS