د تخار ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلینو له فرخار سب اسټيشن څخه ليدنه وکړه
د تخار ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلينو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یاد ولایت اړوند فرخار ولسوالۍ د سب اسټيشن له بېلابېلو برخو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
نوموړو په دې سفر کې د پنستاک، توربین، جنراتور او د برښنا تولید د بند په شمول د سب اسټیشن اړوند بیلابیلو نورو برخو په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
په همدې حال کې د برق څانګې استاد په دغه علمي سفر کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
