د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند له تحقیق او نوښت ریاست څخه یوه پلاوي، بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له رئیس سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون له رئیس سره له لیدنې وروسته، یاد پلاوي د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یو شمیر اداري مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار هم ترسره کړ.

په دې سیمینار کې، د تحقیق ریاست د کارپوهانو لخوا ګډونوالو ته د کلني عملیاتي پلان د اساسي مفاهیمو تشریح، د میاشتني، ربعوار او کلني ګزارشونو د چمتو کولو په شمول د بیلابیلو موضوعاتو په اړه توضیحات وړاندې شول.

په ورته وخت کې ګډونوالو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.

د تحقیق او نوښت ریاست د مسؤلینو په وینا، ددې پروګرام د ترسره کیدو موخه د کارمندانو د پوهې کچه لوړول او د بلخ ولایت په مسلکي برخو کې د اداري چارو غوره والی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS