د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ.

محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې لاندې په یوه درسي جلسه کې د سیسټمونو او شبکو مدیریت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د دې پروګرام پر مهال زده‌کوونکو د سیسټم تنظیم او د شبکې کنټرول په اړه بحث وکړ او خپلې تجربې او معلومات یې له یو بل سره شریک کړل.

په هېواد کې د ټکنالوژۍ  پرمختګ او اهمیت ته په پام، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونه هڅه کوي چې تعلیمي نصاب او درسي مواد د کار بازار له اړتیاوو سره سم تنظیم کړي.

په همدې موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل ټینګار کړی چې د یادو مرکزونو تعلیمي نصاب باید د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS