د تخنیکي زده کړو ادارې لخوا د حرفوي زده کړو ښوونیز نصاب پراختیا
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د «شلټر فار لایف» موسسې سره په همکارۍ، د دې ادارې د حرفوي پروګرامونو د یوشمیر څانګو د ښوونیز نصابونو یوې برخې ته پراختیا ورکړې ده.
په ورته وخت کې، د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د متخصصینو آمریت وايي چې نوموړو تر دې دمه د دې ادارې د حرفوي څانګو ۱۲ ښوونیز نصابونو ته پراختیا ورکړې ده او همدارنګه د پلي کیدو لپاره ولایتونو ته هم لیږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ۱۲ نورو څانګو د نصاب د تالیف او نهایی کولو لړۍ روانه ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ښوونیز نصاب ارزښت ته په پام سره؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل د کار بازار د اړتیاو سره سم د ښوونیز نصاب پر جوړولو ټینګار کوي.