د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسید

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۱۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کرنې څانګې استادانو د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی ورکشاپ، چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري د کابل ښار بادام باغ په څیړنیزو فارمونو کې پیل شوی و، پای ته ورسید.

د دې ورکشاپ په اختتامیه مراسمو کې، د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست مسؤلینو، ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له استادانو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې استادان باید د ماهر کاري ځواک په روزنه کې د ډیر زیار څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې، د دې پروګرام ګډونوالو د یاد ښوونیز ورکشاپ له ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو څخه د ملاتړ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

د یادونې وړ ده چې په دې روزنیز پروګرام کې د لسو ولایتونو څخه ۲۰ تنه استانو برخه اخیستې وه، چې د ۷ کاري ورځو په ترڅ کې یې د بیلابیلو کرنیزو موضوعاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

د دې روزنیز ورکشاپ په وروستۍ برخه کې، استادانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS