په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو د پروګرام پیل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او زندانونو چارو ریاست مسؤلینو په ننګرهار ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د دې ناستې موخه په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د لنډ محالهحرفوي زده کړو پروګرامونو د ترسره کیدو څرنګوالی ویل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د زندانونو چارو رئیس قاري صبغت الله خاکسار د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو زمینې په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه قدرداني وکړه.
ښاغلي قاري خاکسار زیاته کړه چې د ننګرهار زندانونو چارو ریاست چمتو دی ترڅو په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د روزنیز پروګرام په پلي کولو کې همکاري وکړي.
دغهراز د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې، محبوسینو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ترسره کولو څخه موخه ټولنه کې د هغوی بیاځلي ادغام کیدل دي ترڅو دوی وکولی شي د کار بازار کې دندې ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت محبوسین هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه قدرداني څرګنده کړه او له مقاماتو یې وغوښتل چې د نوموړو لپاره یاد پروګرامونه دوام ومومي.
د یادونې وړ ده چې دا ښوونیز پروګرامونه به د موټرسایکل رغونې او سولر سیسټم په څانګو کې ترسره شي.
