مفتي فضل الرحمن فاضل د تخار ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۳۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د خپل سفر په دوام کې تخار ولایت ته لاړ.

نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د یوې ناستې په ترڅ کې د تخار ولایت له مسؤلینو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په یادې ناسته کې ، دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

د مالي او اداري چارو مرستیال، په تخار ولایت کې د غونډې پر محال په کندوز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زون د جوړولو په اړه هم بحث وکړ، چې د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو یې د هرکلی ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو ژمنه  وکړه.

له بلې خوا، محترم مفتي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو او کارمندانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې. نوموړي په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ننګونو ته به رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS