د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او شرق د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د شرق د لوړو زده کړو موسسې له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم‌لیک پر بنسټ به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندان او محصلین کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د زده‌کړو د دوام په موخه شرق د لوړو زده کړو موسسه کې شامل شي.

دغه راز په یاد تفاهم‌لیک کې راغلي چې شرق د لوړو زده کړو موسسه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

له بلې خوا، د تعلیمي نصاب د بیاکتنې په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ، شرق د لوړو زده کړو موسسسې له اسانتیاوو او کمپیوټرلب څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو لخوا ګټه اخیستل هم د دې تفاهم لیک د موادو څخه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS