د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او شرق د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د شرق د لوړو زده کړو موسسې له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د یاد تفاهملیک پر بنسټ به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندان او محصلین کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د زدهکړو د دوام په موخه شرق د لوړو زده کړو موسسه کې شامل شي.
دغه راز په یاد تفاهملیک کې راغلي چې شرق د لوړو زده کړو موسسه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.
له بلې خوا، د تعلیمي نصاب د بیاکتنې په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ، شرق د لوړو زده کړو موسسسې له اسانتیاوو او کمپیوټرلب څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو لخوا ګټه اخیستل هم د دې تفاهم لیک د موادو څخه دي.