د نیمروز ولایت د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ د زده کونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۷

د نیمروز ولایت د کرنې مسلکي انسټيټوټ د عمومي کرنې څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د زراعتي ځمکو د اوبولګولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په دې درسي جلسه کې، نوموړو د پرمختللي اوبو لګولو څرنګوالی او همدارنګه د خاورې او اوبو ترمنځ د اړیکو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه، دغه راز لارښود استاد د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

عملي زده کړې، د زده کړو د بنسټیزو ستنو په توګه، محصلینو سره مرسته کوي ترڅو دندې رامینځته او د کار په بازار کې د جذب کېدو توان ترلاسه کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS