په لوګر ولایت کې د لنډمهاله حرفوي زده کړو پروګرام دوام لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۴

د کمپیوټر ترمیم څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام د لوګر ولایت اړوند د محمد آغې ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې دوام لري.

دغه لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام د دې ولایت د ځوانانو د کارموندنې او د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه پیل شوی دی.

دغه راز ددې روزنیز پروګرام ګډونوالو، د یاد پروګرام د ترسره کیدو څخه د قدرداني ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسولینو څخه یې د لازیاتو روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.

لنډمهاله حرفوي پروګرامونه زده کوونکو او محصلینو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته د کار په بازار کې دندې ترلاسه کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د لنډمهاله حرفوي پروګرامونو د ترسره کېدو او پلاره اچولو لړۍ  لا زیاته پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS