د علماوو شورا لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست مولوی غلام حیدر شهامت تقدیر او وستایل شو!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۳:۳۸
TVETA

د کابل ښار د دولسمې او دوه وېشتمې ناحیې د علماوو شورا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت تقدیر کړ.

په همدې مناسبت جوړه شوې جلسه کې د کابل د علماوو شورا یو شمېر مسوولینو، غړو او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو حضور درلود، د کابل د علماوو شورا د مسوولینو په وینا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست او ورسره ټيم د ارزښتناکو خدمتونو،  له امله چې په کمو امکاناتو سره یې زيات فعاليتونه او ابتکارات کړي دي، د ملت رضايت یې ترلاسه کړی دی، د تقدير او تحسین دا پروګرام یې په لار اچولی.

په همدې مراسمو کې ويناوالو د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ملي اداره کې د تيرو دوه کلونو لاس ته راوړنو ته په اشارې سره دا هم زياته کړه چې ستونزو ته درسيدو په برخه کې د محترم مولوي غلام حیدر شهامت هلې ځلې د ډير تقدير او تحسين وړ دي.

محترم مولوي هاشمي مومند چې په همدې مناسبت جوړه شوې لويه جلسه کې يې د کابل د علماوو شورا په استازيتوب خبرې کولې وویل: د علماو شورای د څارنيزو برنامو موندنو ښودلې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست دیادې ادارې د پراختيا په برخه کې ډېرې هڅې کوي او په کمو امکاناتو سره يې ډير کار کړی دی، پخپلو کاري چارو کې مخلص، پرکار او متواضع انسان دی.

محترم هاشمي د خپلو خبرو په دوام د علماوو شورا ځينې وړانديزونه هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو له سرپرست سره شريک کړل.

بل طرف ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هم وینا وکړه. هغه وويل: د اسلامي نظام مسوولين د هېواد د پرمختګ په برخه کې خداى او ولس ته مسوول دي او بايد خپل مسووليتونه او دندې په سمه توګه ترسره کړي، نوموړي وويل: د اداراتو له مسوولينو سره د هېواد د علماوو مشورې او وړانديزونه ډېر مهم دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ملي ادارې سرپرست محترم مولوي شهامت څرګنده کړه، چې دا اداره د علماوو شورا ټولو وړانديزونو ته رسیدنه کوي.

د همدې جلسې په وروستی برخه کې دعلماو شورا لخوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او دمقام ددفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت تقدير او د عزت پګړۍ ور په سر کړل شوې.

په پای کې غونډه په دعائیه سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS