د فارياب د مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلينو ته د کيمياوي تعاملاتو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۹:۳۰
TVETA

د فارياب ولايت مرکز کثیرالرشتوی انسټيټوټ د بريښنا انجنيرۍ محصلينو ته د کيمياوي تعاملاتو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

د درس په جریان کې لارښود استاد محصلینو ته د کیمیاوي تعاملاتو له لارې د بریښنا د تولید د لارو چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS