د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول.

د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم الکوزي، مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د انسټیټوټ د علمي او عملي فعالیتونو، د بېلابېلو څانګو د لاسته راوړنو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه له فارغانو وغوښتل چې خپل ترلاسه کړي مهارتونه د هېواد د پرمختګ، آبادۍ او رغونې په لاره کې وکاروي.

ورپسې د لغمان د علماوو شورا رئیس، مفتي محمد سلیم حقاني، د دیني او عصري علومو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هېواد متخصصو، متعهدو او نوښتګرو ځوانانو ته اړتیا لري.

نوموړي همدارنګه فارغانو ته د اخلاص، امانتدارۍ او صادقانه خدمت سپارښتنه وکړه.

د مراسمو په دوام کې د لغمان والي، قاري بختیار معاذ، فارغانو ته د بریا مبارکي ورکړه او ژمنه یې وکړه چې د تخنیکي او مسلکي کادرونو د جذب او ګومارنې لپاره به هڅې وکړي.

په همدې حال کې د لغمان مستوفي رئیس د هېواد په اقتصادي پرمختګ او ودانۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رول مهم وباله. هغه څرګنده کړه چې مسلکي کادرونه د اقتصادي ودې، د بنسټیزو پروژو د پیاوړتیا او د هېواد د ځان‌بسیاینې اساسي بنسټونه جوړوي.

همدارنګه د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مفتي ذبیح‌الله حقاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ارزښت او رول په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني فارغان وهڅول چې په اوسنیو زده‌کړو بسنه ونه کړي، بلکې د لوړو زده‌کړو، نوښت او عملي تجربو له لارې خپلې وړتیاوې لا زیاتې پیاوړې کړي او د هېواد د بیارغونې او پرمختګ په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

دغه مراسم فارغانو ته د تصدیق‌ لیکونو په ورکړې او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS