په لوګر ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې معلومولو آزموینه واخیستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۶:۴۸
TVETA

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه د آزموینې د اخیستو خبر ورکوي.

د لوګر د تخنیکي آمریت د مسوولینو په وینا، دغه مجاهدین به د تعلیمي سویې مالومیدو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره یوځای شي او زده کړو ته به دوام ورکړي.

د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې؛ مجاهدین کولای شي چې په ټول هیواد کې د تعلیمي سویې مالومیدو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شي  .

 تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت تخنیکي آمریت د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو د آزموینې لومړۍ دوره د څه باندې ۷۰۰ کسانو په ګډون ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS