د ولایتونو د نظارت غړو او مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۴۰
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ولایتونو د تعلیمي او تحصیلي نظارت غړو او مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام جوړ کړ.

دغه پروګرام نن ورځ د تخنیکي او مسلکي چارو د مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په وینا سره پیل شو.

د نظارت غړو او مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرارم شپږ ورځې ادامه لري، د دغه پروګرام موخه د نظارت غړو ته د تعلیمي او تحصیلي چارو د نظارت او ارزونې طریقې پېژندل بلل شوي دي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دغه پروګرام کې د ولایتونو د نظارت دغړو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هغوی باید په دقت او بشپړ شفافیت سره خپلې دندې ترسره کړي.

همدارنګه ښاغلی مولوي احساس د دغه پروګرام له ګډون کوونکو وغوښتل چې د بیت المال ساتنه وکړي. نوموړي په هېواد کې د پسرلي موسم رارسېدلو ته په اشارې سره وویل چې د سرسبزۍ او نیالګیو کېنولو په برخه کې باید ډېرې هلې ځلې وشي.

ددغه پروګرام په دوام کې مبشرآغا د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس د نظارت او ارزونې د غړو د دندو به اهمیت خبرې وکړې، او په ولایتونو کې د نظارتي مسؤلینو په زیاته پاملرنه ېې ټینګار وکړ.

له بل پلوه ښاغلي مولوي عبدلودود عمر د تحصیلي او تعلیمي  چارو د نظارت او ارزونې رئیس د دغه پروګرام د موخو په هکله خبرې وکړې، او په دغه پروګرام کې یې له ګډون کوونکو وغوښتل چې د نظارت او ارزونې چارې باید په جرئت، شفافیت او دقت سره ترسره شي.

ښاغلي مولوي عمر زیاته کړه چې د ولایتونو د نظارت غړي باید د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو ټولې چارې نظارت کړي، او د اجرائاتو د ترسره کولو له څرنګوالي باید مسؤلینو ته راپور ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS