یوه چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه کوي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس، د چینایي کمپنۍ له پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دغه پلاوی د «ینکي» کمپنۍ په استازیتوب د چین هېواد له لوري افغانستان ته رالېږل شوی دی، ترڅو په هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.

چیني پلاوي په دغه ناسته کې د خپل کار د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل، زیاته یې کړه چې اساسي موخه یې په  افغانستان کې د بازار لپاره د مسلکي قوې روزنې لپاره د یو حرفوي انستیتوت جوړول دي.

همدارنګه دغه پلاوي په افغانستان کې د بشپړ امنیت څخه خوشحالي څرګنده کړه، ویې ویل زیاتې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

په همدې حال، دواړو لورو په افغانستان کې د حرفوي انستیتوت جوړولو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وکړې، او دواړو لورو په دې هکله خپل نظرونه شریک کړل.

په دغه ناسته کې، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د بیوزلۍ له منځه وړل او د کار د بازار لپاره د مسلکي قوې تربیه کول د دغه ادارې له اساسي موخو څخه دي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو کمپنیو لکه «ینکي» لپاره د پانګونې فرصتونه برابریږي.

په دغه ناسته کې فیصله وشوه، ترڅو ددواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک امضاء کولو لپاره زمینه برابره او په رسمي توګه همکاري پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS