د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۶:۲۴
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ناسته د دغې ادارې د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

د دغې غونډې په پیل کې د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

د دغې ناستې په دوام کې د هغو عوایدو د راټولولو څرنګوالي په اړه بحث وشو چې د مالیې وزارت له خوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره شوي وو او د اړوندې کمېټې غړو یې په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه په نننۍ غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کادري استادانو/ فني غړو  په اړه تفصیلې خبرې وشوې او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

ښاغلي مولوي شهامت د کادري استادانو/فني غړو د قدم د ارتقاء په برخه کې په روڼتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې استادان په ټولنه کې ځانګړی ارزښت او مقام لري.

غونډه د افغانستان د خلکو او د نړۍ د مسلمانانو لپاره د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS