د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي لپاره د نمونوي پلان پلي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۳:۵۷
tveta

د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د بېلګې په توګه پلي کېږي.

د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست د تغییر مثبت مؤسسې په همکارۍ دا پلان په کابل کې په دوو انسټیټونو کې پلي کوي.

کومه برنامه چې د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې د دغه پلان د تطبیق په موخه په لاره اچول شوې وه؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رياست د دغې ادارې د ستراتيژۍ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان په اړه يو سيمينار وړاندې کړ.

په دغه سمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د چمتو کولو او پلي کولو په اړه خبرې وشوې.

تر دې وړاندې د تخنیکي زده کړو مرکزونو د ۲۰ تنه کارکوونکو په یوه پنځه ورځني سمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د چمتووالي او تطبیق په اړه زده کړې تر لاسه کړې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي په موخه د "تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان" تدوین کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS