د خطاطۍ او رسامۍ د سیالۍ پرانیستې مراسم ترسره شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۵:۳
TVETA Kabul

د خطاطۍ او رسامۍ د لومړنۍ سیالۍ د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو  د معین په حضور کې ترسره شول.

دغه برنامه د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ﷺ) د زوکړې د کلیزې په مناسبت په لاره اچول شوی ده.

د دغې برنامې د پرانیستلو په مراسمو کې مولوي غلام حیدر شهامت وویل، چې د دغې برنامې له پیلولو یې موخه د اسلام د ستر پیغمبر (ﷺ) له اخلاقو سره د ځوانانو آشنا کول دي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست همدارنګه د سيالۍ له ګډونوالو وغوښتل، چې په خپل چلند او کردار کې حضرت محمد مصطفى (ﷺ) د ځان لپاره الګو وګرځوی.

ښاغلي شهامت په هېواد کې د بهرنیانو شل کلن حضور ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي ارزښتونو او د ځوانانو د افکارو په برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

ددغه مراسمو په دوام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد ددغې برنامې د ترسره کولو له امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه. نوموړي د دغه سيالۍ ترسره کېدل يو مهم نوښت او ډېر د ستايلو وړ کار وباله.

ښاغلي راشد دا هم وویل چې د اسلام له پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ سره مینه د ایمان برخه ده او ځوانان باید ورته پام وکړي.

د خطاطۍ او رسامۍ سیالۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فرهنګي کمیټې په نوښت او د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره شوه.

دغه سیالۍ به له دریو څخه تر پنځو ورځو پورې دوام کوي او په پای کې به ګټونکو ته جایزې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS