د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۵:۱۱
اصلاحی پروګرام

د تخنیکي او مسلکي  زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د  ارشاد او دعوت رئیس مفتي نجم الدین حقاني په وینا او د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

هغه په خپله وینا کې د ایمان او د اخرې خاتمې په هکله خبرې وکړې.

مولوي حقاني د قران عظيم الشان د آيتونو او احادیثو  په رڼا کې د ايمان اهميت ته په اشارې سره وويل، يو ناوړه عمل د دې سبب ګرځي چې یو مسلمان بې ايمانه له دنیا لاړ شي.

يه دغه ناسته کې ښاغلي حقاني د عقیدې او فکر په اصلاح، د فرایضو اهتمام، دعا او شکر ادا کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسلمانان باید له ټولو بدو کارونو څخه ډډه وکړي.

دغه غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS