د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته په جهان پوهنتون کې روزنیزه برنامه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۵:۲۹
برنامه آموزشی برای کارمندان اداره

د پلان ترتیب او راپور ورکوونې په برخه کې د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا د جهان خصوصي پوهنتون په همکارۍ ترسره شو.

په دغه برنامه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بېلابېلو ریاستونو څه باندې ۳۰ تنو کارکوونکو ګډون کړی و.

د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه د پلان جوړونې او راپور ورکولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول وو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د خصوصي تحصيلي مؤسسو په همکارۍ ښوونيز پروګرامونه جوړ کړي او دا برنامې دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS